د پکتیا ولایت د نظامي او ملکي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه

s.mohmand
په دغه غونډه کې چې نن د ۲۰۳ منصوري قول اردو په قرارګاه کې ترسره شوه؛ د پکتیا والي ملا محمد خان “دعوت” ، د منصوري قول اردو مرستیال حاجي روح الامین “روحانی”، درستيزوال مولوي حزب الله “افغان” او د پکتیا ولایت یو شمېر ملکي او نظامي مسؤلینو په کې هم ګډون درلود. په دې کتنه کې د ملکي او نظامي ارګانونو ترمنځ د موثرې او لازمې همغږۍ په رامنځته کولو د ټینګار ترڅنګ؛ په هر اړخيزه توګه د غوره او ممکنه امنيت په تامينولو او بيلا بيلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.