د وسلوال پوځ لوی درستیز بامیانو ته سفر وکړ او د دغه ولايت له مسوولينو او منسوبینو سره یې ولیدل
د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین «فطرت» بامیانو ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له پوځي او ملکي مسوولینو سره یې ولیدل.
په دغه سفر کې د وسلوال پوځ لوی درستیز په بامیانو ولایت کې د مېشتو دفاعي ځواکونو د مسوولینو او منسوبینو د فعالیتونو د ستاینې تر څنګ د هغوی وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او د خلکو د لا ښه امنیت او خدماتو د وړاندې کولو په تړاو يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.