د ملي دفاع وزارت ستر درستيز د انجنيرۍ رياست منسوبينو له پاره د ۳ ورځني سيمينار جوړول
د ملي دفاع وزارت ستر درستيز د انجنيرۍ رياست د مرکز او قطعاتو منسوبينو د ظرفيت لوړونې او مسلکيتوب په موخه د ياد رياست د بېلابېلو ټولګيو له پاره د ۳ ورځني سيمينار په لار اچونه او پرانسته وکړه.
د دغه سيمينار په پرانيست غونډه کې د وسلوال پوځ لوی درستيز مرستيال حاجي مالي خان، د ملي دفاع وزارت او ستر درستيز يو شمېر رييسانو، مسوولانو او منسوبينو ګډون درلود.