د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو د ۲ نورو الوتکو ترمیم او بیا فعالول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو قوماندانۍ انجینرانو له اونیو هڅو وروسته، دوه (AN32  روسي او C208) الوتکې بیا فعال او د کابل په اسمان یې بریالي پروازونه تر سره کړل.

AN32 الوتکې چې په هر ډول شرایطو کې د مقاومت له پلوه د لوړ کیفیت لرونکي دي، د دغو الوتکو په بیا فعالیدو سره به د پوځي ټرانسپورټ او لوژستیکي لیږد له ډګره دغه تشه ډکه شي.

په داسې حال کې چې تر دې مخکې هم د افغان هوايي ځواکونو تخنیکرانو او انجینرانو یو شمېر غیر فعالې او ویجاړې شوې الوتکې فعالې او ترمیم کړې وې.