د ۳۱۳ مرکزي قول اردو څخه د کومانډو په ګډون ۵۷۰ تن سرتيري فارغ شول

تيره ورځ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د شهید افتاب فرقې له لومړۍ لوا څخه د ۱۲۰ تنو کومانډو ځواکونو په ګډون، ۵۷۰ تنه سرتيري د سختو پوځي، مسلکي او فکري زده کړو وروسته فارغ شول.
د دغه ځواکونو د فراغت په مراسمو کې علماو، سيمه ييزو پوځي او ملکي مسوولينو ګډون کړی وو.
د مراسمو په پای کې سرتيرو خپلې پوځي وړتياوې ورښودلې او ډاډ يې ور کړ، چې په هر ډول شرايطو کې دندې تر سره کولو ته چمتو دي.