د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز نوي مسوولین معرفي او په کار پيل وکړ

s.mohmand

د امیرالمؤمنین "حفظه الله" د وروستي فرمان پر بنسټ چارو د لا ښه سمون په موخه، حاجي مالي خان د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستیال، مولوي محمد قاسم «فرید» د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال او مولوي عطاء الله «عمري» د ملي دفاع وزارت او لوي درستیز د لوژستیک او تکنالوژۍ مرستیال په توګه وګمارل شول.

دغه مراسم چې په همدې مناسبت، نن د ملي دفاع وزارت په انګړ کې جوړ شوي وو، د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین «فطرت» له خوا نوي مسوولین د یاد وزارت رییسانو، منسوبینو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د وسلوال پوځ لوی درستیز وویل:«لکه څنګه چې په نظام کې تغییر او تبدیل یو اصل دی، لیکن حکومتداري هم امتیاز نه؛ بلکې یو مسوولیت دی.»

لوی درستیز زیاته کړه:مسوولیتونه معمولا هغو خلکو ته ورکول کیږي، چې خپله يې نه وي غوښتي؛ بلکې د مشرانو له خوا د وړتیاوو پر بنسټ ورته سپارل کیږي.

همداراز د ملي دفاع او ستر درستیز نوو مسوولینو ټینګار وکړ؛ چې د اسلامي امارت په حکومت کې طاعت شرعي مکلفیت دی، نه مجبوري، بناء د دغو ارزښتونو په نظر کې نیولو سره به هڅه وکړو چې ټولنې او خلکو ته د خدمت مصدر وګرځو.