د هوايي ځواکونو قوماندان د غزني او باميانو ولايتونو له هوايي مفرزو ليدنه وکړه
د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان مولوي امان الدين "منصور" نن د يو شمير حکومتي مسوولينو په ملتيا د غزني او باميانو ولايتونو له هوايي مفرزو ليدنه وکړه.
په دغه سفر کې د هوايي ځواکونو قوماندان منسوبينو د ستونزو، راپورونو او وړانديزونو اوريدو ترڅنګ، د يادو ولايتونو د هوايي مفرزو، چې د جنګونو له امله ويجاړې او فعاليت يې په ټپه دريدلى وو، بيا ځلې فعال او کمبود يې پوره کړ.