جوزجان کې ۴۵ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د جوزجان ولایت مرکز اړوند «افغان تپه»، «چهار جفت» او «شکرک» سیمو کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې طالبانو د یو مخکښ قوماندان «ملا عبیده» په ګډون، ۴۵ ترهګر ووژل شول او ۱۰ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز د دښمن ۲ موټر سایکلونه، یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.