د کندز علي اباد ولسوالۍ بیا ځلې د دفاعي او امنیتي ځواکونو تر ولکې لاندې راغله

s.mohmand

نن مازیګر, دفاعي امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونکونکو د کندز ولایت علي اباد ولسوالۍ بازار اړوند سیمو کې پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل, چې په ترڅ کې طالبانو ته د درانو تلفاتو په اوښتو سره د یادې ولسوالۍ له بازار څخه و تښتیدل.

دفاعي او امنیتي ځواکونه د ترهګرو پر وړاندې مبارزې او ځپلو ته ژمن دي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې به چاڼیز عملیات د ترهګرو څخه تر بشپړ پاکیدو دوام ولري.