بادغیس کې د طالبانو د سرې قطعې یوه مهم قوماندان په ګډون ۱۸ ترهګر ووژل شول
تېره شپه دفاعي، امنیتي او کومانډو ځانګړو ځواکونو، د بادغیس ولایت "قادس" ولسوالۍ کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله د جوند ولسوالۍ لپاره د طالبانو د سرې قطعې یوه مهم قوماندان"حمزه" په ګډون ۱۸ترهګرو ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن يوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.