د تخار په رستاق کې د طالبانو ۲ مهم قوماندانانو په ګډون ۱۹ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره شپه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ “دیوارتنګ” کې ترهګر طالبان کړه.

چې په پایله کې د طالبانو دسرې قطعې۲ مهم قوماندانانو مستعار نومونو " عباس او رحماني" په ګډون ۱۹ ترهګر ووژل شول او د ینګي قلعه ولسوالۍ لپاره د استخباراتو مسول” روحاني” د سرې قطعې مهم قوماندان”نصرت”۸ نورو غړو په ګډون ۴۷ نور سخت ټپيان شول.

همدا راز دغوبرېدونو کې د ښمن ته د مرګ ژوبلې اړولو سربېره ۴ موټر، ۳ د شپې دوربینونه، ۲۰ میله بېلابېل ډول وسلې، مهمات او تجهیزات یې له منځه وړل شوي.