خوست کې طالبانو د یو قوماندان په ګډون ۲۵ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د خوست ولایت موسی خیلو ولسوالۍ اړوند پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې طالبانو د یو قوماندان په ګډون، ۲۵ ترهګر ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپیان شول.

همدا راز د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.