فاریاب کې ۱۶ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ هوایي ځواکونو د فاریاب ولایت شیرین تګاب او دولت اباد ولسوالیو کې د ترهګرو طالبانو ۲ پټنځایونه په نښه کړل.
چې په پایله کې ۷ ترهګر ووژل شول او ۹ نور ټپيان شول.
همداراز د دښمن ۲موټر، یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.