بدخشان کې ۵ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره شپه هوايي ځواکونو د بدخشان ولایت په نسۍ ولسوالۍ کې د طالبانو یو قرارګاه په نښه کړه.

چې په پایله کې، ۵ طالبان ووژل شول او د یادې ولسوالۍ له پاره د طالبانو تش په نوم ولسوال «جمعه طلباني» په ګډون، ۴ تنه ټپیان شول.

همدا راز د دښمن، ۱ قرارګاه، ۵ میله بیلابیل ډول وسلې د زیات شمېر مهماتو سره له منځه یوړل.