په فراه کې د طالبانو بريد د 6 تنه طالبانو په وژلو په شاو تمبول شو

zia_omid

طالبانو د فراه ولايت مرکز اړوند د «دارآباد» په سيمه د بريد پلان درلود.

ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه دپلان تر خبريدو وروسته د “دفاع فعال” په چوکاټ کې جدي اقدام وکړ او د دغې شومې موخې د لاسته راوړلو يي مخنيوى وکړ.

د عملياتو په لړ کې عمومي قوماندان "ملاعاصم"، "ظاهرګوتک" او "ملاسيد احمد" د یادې ډلې سرګروپانو په ګډون 6 تنه طالبان وژل شوي دي.