د ۲۱۷ عمري قول اردو درستيزوال د بغلان ولايت سيلاب ځپلو خلکو او سيمې څخه ليدنه وکړه
د ۲۱۷ عمری قول اردو درستيزوال قاري محمد شفیق"وثيق" د بغلان ولايت اندراب درې پل حصار ولسوالۍ د نمک درې په تغانک، ترګران او قلات سیمو کې د طبيعي بند د ماتیدو له امله د سيلاب ځپلو خلکو او سيمې څخه ليدنه وکړه.
قاري محمد شفیق "وثيق" د پل حصار ولسوالۍ ميشتو دفاعي ځواکونو، مسؤلينو او د سیمې مخورو مشرانو او سیلاب ځپلو سره ناسته وکړه؛ همداراز د ځایي مسؤلينو څخه یې مننه وکړه چې د طبیعي بند د ماتیدو له امله د پل حصار ولسوالۍ د نمک درې په تغانک، ترګران او قلات سیمو کې د سیلاب پر مهال په وخت اقدام ترسره کړی وو او د سيمې خلکو ته یی عاجلې مرستې رسولې وې.
د يادولو وړ ده چي د ملي اسلامي اردو منسوبین خپلو هيوادوالو ته په هر ډول حالاتو کې د سر په بیه خدمت کولو ته چمتو دي.