‏په۲۱۷ عمري قول اردو کې ۵۲۹ عرادې بېلابېل ډول پوځي وسایط او ۳۸ ميله مختلف النوع اسلحې ترمیم شوې

s.mohmand

د ۲۱۷ عمري قول اردو اړوند د تخنيک او اسلحې مدیریت لخوا د حمایوي او لوژیستیکي کنډک په ورکشاپونو کې د مسلکي پرسونل له لوري ۵۲۹ عرادې بېلا بېل ډول پوځي وسایط او ۳۸ ميله بېلابېل ډوله اسلحې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.

په یادو وسایطو کې ۵۰ زغره وال هاموي ټانګونه، ۸ ضربتي ټانګونه، ۶۳ اِنټرنېشنل موترونه، ۳۱۶ رنجر، ۶ فورکلفت او نور مختلف نوع غير زرهی وسايط شامل دي.

په ترمیم شوو اسلحو کې؛ يو میل SPG9، يو ميل ٨٢ توپ، يو ميل روسي دهشکه،  ۴ ميله زيو ام 23، څلور میله 249- (AKM)، ۱۲ ميله کلاشنکوف، ١٦ میله (M16) او ګڼې نورې اسلحې ترمیم او ګټی اخیستنی ته چمتو شوې.