ملي دفاع وزارت د ژوغورنې ټیم له لوري برمې ته لویدلې څلور کلنه ماشومه وژغورل شوه
تیره ورځ د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند سيمه کې یوه څلور کلنه ماشومه ۷۰ متره برمې ته لویدلې وه، چې د ملي دفاع وزارت د ژغورنې ټیم له لوري ژوندۍ راوویستل شوه.
اوس مهال د یادې ماشومې روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی؛ د ملي اسلامي اردو ځواکونه د هېوادوالو لپاره په هر ډول حالاتو کې خدمت ته چمتو دي.