د ۲۰۱ خالد بن وليد"رض" قول اردو له ښوونيز مرکز څخه (۱۰۸۰) تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ۲۰۱ خالد بن ولید "رض" قول اردو له ښوونيز مرکز څخه (۱۰۸۰) تنه ځوان منسوبین د اوومې دورې د دوه نيمو مياشتو بېلابیلو مسلکي، عقیدوي او پوځي زده کړو څخه وروسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
دغو مراسمو کې د ۲۰۱ قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور "ابودجانه" د ننګرهار ولايت والي ملا محمد نعيم "اخند"، د قول اردو مرستيال، درستيزوال او د ختیځ زون ګڼ شمېر مسؤلینو د ګډون ترڅنګ فارغانو د نښه ويشتنې، لاس په لاس جګړې، نظامي تمرينات او پوځي حرکاتو سربيره په بېلابيلو برخو کې نمايشات وړاندې کړل.
مسؤلینو یادو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ، د اسلامي نظام او شريعت په رڼا کې د جهاد، معسکراتو، پهرې، ګزمې، جګړه ئيز چمتووالي، د اللّٰه تعالی په لاره کې د مجاهد ويښ پاتې کيدل، د اسلامي هيواد له سرحداتو څخه ساتنې د ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په پای کې د مسؤلینو له لوري یاد مراسم فارغانو ته تصدیق پاڼو، ممتازو منسوبینو ته د ډالۍ په ورکولو او دعایه کلام سره پای ته ورسېدل.