د ملي دفاع وزارت د حمایي او امنیت د ټینګښت په لواء کې یو محراب جومات جوړ او د مسؤلینو له لوري پرانیستل شو

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت رهبري په هدایت سره د حمایي او امنیت د ټینګښت لواء له لوري یو محراب جومات د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت سره په یاده لواء کې جوړ، او نن د ملي دفاع وزارت د کشف او استخباراتو معینیت سرپرست حاجي حیات الله "لطیف"، د یادې لواء قوماندان حاجي محمد ابراهیم "حاجي اخند" او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو په حضور کې د قران عظیم الشان په ختم سره یې پرانیسته وشوه او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شو.

دغه جومات په یو وخت سره د ۳۵۰ تنه لمونځ کونکو ظرفیت لري، چې د پنځو میاشتو په جریان کې د مجهزې وضوء خانې په درلودلو سره یې د جوړولو چارې بشپړې شوې.