د ۲۰۷ الفاروق قول اردو په درېیمه لواء کې ۸۹ عرادې وسایط ترمیم شول
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو په درېیمه لواء کې د تخنیک امریت د مسلکي پرسونل په هڅو سره په تېرو دریو میاشتو کې ۸۹ عرادې بیلابیل ډول پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
په دغو وسایطو کې ۳۴ عرادې هاموې ټانګونه، ۳۷ عرادې انټرنیشنل، ۴ عرادې امبولانس،۳ عرادې ټیلر، یو عراده لوډر بابکت، ۲ عرادې فورکلفت، یو عراده تانکر، ۲ عرادې کرینګ، ۳عرادې اطفایه موتر او ۲ عرادې ډمټرک شامل دي.