د حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۱۵ تنه ځوان منسوبین فارغ شول 

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د بېلابیلو قول اردوګانو او قطعاتو (۱۱۵)تنه ځوان منسوبین د حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له درې میاشتنیو بېلابیلو مسلکي زده کړو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

مسؤلینو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: مونږ او تاسو باید د الله (ج) شکر اداء کړو چې اسلامي نظام ته د خدمت کولو ویاړ مو په برخه شو؛ درسپارل شوې چارې او مسؤليت د تقوا او پرهیزګارۍ په رڼا کې ترسره کړئ!.

ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی وښود او ياد مراسم فارغانو ته د برۍ لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.