د ا.ا.ا د ریاست الوزرا سياسي مرستیال غزني ولايت کې ميشتې درېیمې پلې محمدي لواء څخه لیدنه وکړه
تېره ورځ د ا.ا.ا د ریاست الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د درېیمې پلې محمدي لواء څخه لیدنه وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ښاغلي مولوي عبدالکبیر یادې لواء ته د خپل راتګ پرمهال چې د غزني ولایت والي حافظ امین جان "عمري" او ګڼو سيمه اييزو مسؤلينو یي هم ملتیا کوله د يادې لواء منسوبینو او مجاهدینو ته هر اړخیزه وینا وکړه او د دوی قربانۍ یې وستایلې.
د رياست الوزراء سياسي مرستیال د خپلې وینا پر مهال مجاهدینو ته وویل: « د الله تعالی ستر احسان دی چې په دې پاکه خاوره د زیاتو قربانیو په ورکړې شرعي نظام حاکم او هغه ظلمونه چې د شل کلن اشغال پر مهال ترسره کېدل له منځه تللي او په ټول هېواد کې امن دی؛ نیتونه مو اصلاح کړئ او خپل اساسي هدف مو د الله تعالی رضايت، شرعي نظام استحکام او خدمت وګرځوئ!».