د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ١١٢ تنه ځوان منسؤبین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قول اردوګانو او قطعاتو څخه ۱۱۲ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د توپچي، مخابرې او سټلایټ له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله"مدني"، د جګړه ایز ملاتړ ښوونځي قوماندان الحاج مولوي عبدالقادر"عبیده" او ګڼ شمیر مسؤلینو او منسؤبینو ګډون درلود.

مولوي نصیب الله "مدني"فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: د خپل مسؤلیت اړوند زده کړې او مهارتونه ترلاسه کړئ او هم ځانونه د ظاهري اعداد تر څنګ په باطني اعداد چې تقوا او پرهیزګاري ده سمبال کړئ.

ورته مهال نویو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی وښود، مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.