د عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف رئیس د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه لیدنه وکړه
د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف رئیس مولوي سیدآغا"ابومقبول" د ٢٠٩ الفتح قول اردو څخه لیدنه وکړه، په دغه لیدنه کې د یادې قول اردو له مرستیال مولوي عبدالوکیل (منیب) او د یادې قول اردو له مسؤلين او منسوبینو سره یې وکتل؛ د عقیدتی مسایلو او شته ننګونو د حل په اړه یې خبرې وکړې.
همدارنګه یې د نوموړي قول اردو د ښوونیز مرکز د معسکر مجاهدینو ته یې وینا وکړه، چې مجاهدین باید تل د دښمن په مقابل کې چمتو او منظم وي؛ لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي" ژباړه: یعنی د دښمن سره د مقابلې لپاره هر ډول ځواک چمتو کړئ، نوموړي استادانو ته په خطاب کې وويل، چی مجاهدينو د تشويق او ترغیب لپاره د صحابه کرامو له مثالونو څخه کار واخلئ تر څو مجاهدین د هغوی د قدمونو په نقش خپل قدمونه برابر کړی.