دعبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده قومانداني پوځي زده کړو څخه ۱۳۵ تنه مجاهدین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو ۱۳۵ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ اړوند د عسکرانو ښوونځي له درې میاشتنیو بنسټيزو پوځي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معینیت د ښوونې او روزنې ریاست رئیس شیخ داد محمد"محمدي" د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله"مدني" ګڼ شمیر مسؤولینو او منسوبینو ګډون کړې وو.
شیخ داد محمد"محمدي" یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: "تقوا غوره کړئ، د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ او اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې په موخه مسلکي زده کړې او مهارتونه ترلاسه کړئ".
ورته مهال یادو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنې ته بشپړ چمتووالی وښود، مراسم فارغانو ته د مسؤولینو له لوري د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.