د ستردرستیز اپراسیون ریاست نوی مرستیال معرفي او په کار یې پیل وکړ
د ملي دفاع وزارت رهبري د لزوم دید پر اساس، د شهید افتاب فرقې مخکنی درستیزوال مولوي عبدالله "حبیب" د ستردرستیز اپراسیون ریاست د مرستیال په توګه وټاکل شو او په خپل کار یې پیل وکړ.
د معرفۍ په مراسمو کې د ستردرستیز درستیزوال مولوي شبیراحمد "عثماني" د ملي دفاع وزارت د پیژنتون رئیس مولوي محمد رحیم پیژندوال او یو شمېر نورو منسوبینو ګډون کړی وو، مسؤولینو د معرفي ترڅنګ دا یادونه وکړه چې په نظام کې تغیر او تبدیل یو اصل دی، او د اسلامي نظام د پایښت او خدمت په لاره کې یې اړینې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه، نوي مرستیال د رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او مسؤولینو ته یې د ښه خدمت کولو ډاډ ورکړ.