د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جگړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۶۶ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قول اردوګانو او قطعاتو ۱۶۶ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د ثقیله وسایطو انجینرۍ او د ماین خنثي کولو (IED-IEDD) له څلور میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معاونیت مرستیال مولوي باز محمد “حمیدي” د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله “مدني” او ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود.
مسؤلینو د وینا پر مهال نوي فارغان خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او زیاته يې کړه: ځانونه د ظاهري اعداد تر څنګ په باطني اعداد چې تقوا او پرهیزګاري ده سمبال کړئ.
ورته مهال نویو فارغانو ډاډ ورکړ چې د هیواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په میړانه ساتنه کوي.