د ۲۲۱ شهید افتاب "رح" فرقې له ښوونیز مرکز څخه سلګونو منسوبین فارغ شول
د ۲۲۱ شهید افتاب رح له ښوونیز مرکز څخه د ملي اسلامي اردو ۵۰۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتني تخنیکي، فکري او نظامي زده کړو وروسته نن د یولړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې مراسمو کې مسؤلینو فارغانو ته په خپلو کاري چارو کې اعداد، تقوا او اخلاص سپارښتنه وکړه، همدارنګه فارغانو ته په پای کې بری لیکونه هم ورکړل شول.