د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۵۳ تنه ځوان منسوبین فارغ شول 

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو څخه ۱۵۳ تنه ځوان منسوبين د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د توپچي، مخابرې، نقلیه وسایطو او انجینري تسهیلاتو له شپږ میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. 

مسؤلينو یادو فارغانو ته هر اړخيزه ويناوې وکړې او زياته ېې کړه: تاسو د اعداد له یوې برخې څخه فارغ شوي یاست؛ ترلاسه کړې زده کړې مه هیروئ، هڅه وکړئ په خپلو مسلکي برخو کې نورې زده کړې هم ترلاسه کړئ. 

ورته مهال فارغ منسوبینو ډاډ څرګند کړ چې د خپل سر او وینو په بدل کې به له اسلامي نظام او هیواد څخه ساتنه کوي؛ غونډه فارغانو ته د برۍ ليکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.