دحضرت ابو دجانه بن خرشه رض د قوماندانیت او قرارګاهي له اکاډمۍ څخه ٩٠ تنه ځوان منسوبين فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ٩٠ تنه ځوان منسوبين د حضرت ابوعبیده بن جراح رض ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت ابو دجانه بن خرشه رض د قوماندایت او قرارګاهي له اکاډمي څخه چې ٢٢ تنه د ستراتیژیک يوولس میاشتني او ٦٨ تنه د تکتیکي څلور میاشتني مسلکي او نظامي کورس څخه فارغ شول.
مسئولینو نویو فارغانو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه: چې اوسنی اسلامي نظام د الله په فضل او نصرت او د مجاهدینو په بې شمېره قربانیو سره قائم شوی دی، له کبر، غرور او تعصباتو څخه ځانونه وساتئ تل حق وایئ او د حق په ویلو کې له هېچا وېره مکوئ خپل مسئوليتونه په احسن شکل ادا کړئ.
ورته مهال نویو فارغانو اسلامي نظام لپاره د خدمت په موخه هر رنګه قربانۍ ته چمتوالی وښود، غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.