افغان سرحدي ځواکونو (۲۸) تنه قاچاق کوونکي له یو شمېر نشه یي توکو سره يو ځای ننګرهار ولایت کې ونیول web_admin https://mod.gov.af/en/node/5372 د ٢٠١ خالد بن وليد (رض) قول اردو د عبدالله بن زبير (رض) لومړۍ سرحدي لوا شپږم سرحدي کنډک دوهم ټولي اړوند زړورو مجاهدينو د کشفي راپورونو پر اساس تېره شپه د ننګرهار ولایت دوربابا ولسوالۍ لنډۍ خوله په سیمه کې (۲۸) تنه قاچاق کوونکي له یو شمېر خامو چرسو او اپینو سره يو ځای نيولي دي. دغه کسان داسې مهال نیول شوي چې غوښتل يې یاد نشه يې توکي له فرضي کرښې هاخوا ته واړوي؛ یاد کسان به له لومړنيو پلټنو او قانوني مراحلو طی کولو وروسته به اړوند مرجع ته وسپارل شي.