په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې ۵۰ عراده چایندار ټانګونه ترمیم شول

web_admin

 د ملي دفاع وزارت اړوند د ۳۱۳ مرکزي قول اردو دوهمې پلې لوا د دریم زرهدار کنډک منسوبينو د هڅو په پایله کې ۵۰ عراده چایندار ټانګونه چې په څو کلونو کې تخریب شوي وو دوباره ترميم او فعاله شول.

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو قوماندان الحاج ملا امیرخان "حقاني" د یاد کنډک د تخنیکي او مسلکي انجینرانو رښتنې هڅې وستایلې او له دوی څخه یې وغوښتل چې د بیت المال په ساتنه کې خپله توجو نوره هم زیاته کړي.