د ۲۰۵ البدر قول اردو لپاره نوی رئیس ارکان معرفي شو
د ا.ا.ا مشرتابه له امر سره سم د نویو ټاکنو په لړ کې ملا نصیب الله "ملا زبیر آخوند " د ۲۰۵ البدر قول اردو د رئیس ارکان په توګه ټاکل شوی وو د يو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي او خپله دنده يې پيل کړه.
يادو مراسمو کې د يادې قول اردو قوماندان ملا مهرالله "حماد "، ګڼو مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود؛ مسؤلينو نوي قوماندان ته د مبارکۍ ترڅنګ نوموړي ته د الله تعالی له دربار څخه په چارو کې د ښه خدمت کولو توفیق غوښتنه وکړه.