د ۲۰۳ منصوري قول اردو د غزني ولایت له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې

s.mohmand

د ۲۰۳ منصوري قول اردو دریمې لوا مجاهدین د غزني ولایت څو ولسوالیو ته د ولس د مرستې په موخه تللي، ترڅو د سختو بارانونو او مرګوني سېلابونو څخه یې سر او مالونه خوندي ځای ته انتقال کړي.

د اسلامي امارت مجاهدین له څو ورځو راهیسې په سېلاب ځپلو سیمو کې له خپلو ټولو ځواکونو، امکاناتو او وسایطو سره د امنیت د تامین ترڅنګ له طبیعي پېښو څخه د ولس له سر او مال ساتنه هم کوي.