لغمان ولايت کې د پوځي وسلو، تجهيزاتو او وسايطو کشف او نيول
د ۲۰۱ خالد ابن وليد قول اردو لومړي نمبر لوا ځواکونو د لغمان ولايت مرکز اړوند «مهترلام» کې د دوه ورځو راهيسې چاڼيز عمليات ترسره کړل.
د دغو عملياتو په ترڅ کې ۱۱ پوځي موټر، ۱۰ ميله بيلابيل ډول وسلې، ۲ نارنجک انداز، ۱ دوربین او نور تجهيزات او مهمات لاسته راغلي دي.