د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې نوې ګمارنې
د اسلامي امارت اميرالمومنين د فرمان په اساس د ملي دفاع وزارت او ستردرستيز قرارګاه قطعاتو او جزوتامونو کې د چارو د ښه سمون په موخه لاندې ټاکنې تر سره شوي دي:
مولوي عطاءالله« عمري» د ملي دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستیک د معین په توګه .
مولوي محمدقاسم« فرید « د ملي دفاع وزارت د پالیسۍ او پلان د معین په توګه.
مولوي عبدالعلي« جهادیار»د ملي دفاع وزارت د ساختماني چارو د رئيس په توګه.
حاجي مالې خان د ملي دفاع وزارت د مسلحو قواوو د لوی درستیز د مرستیال په توګه.
مولوي امیرخان حقاني د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قومندان په توګه.
ملا عبدالمنان اخند د ۲۰۹ الفتح قول اردو د مرستیال په توګه.
ملا باري ګل اخند د ۲۰۵ البدر قول اردو د درستیز وال په توګه.
ملا عبدالرزاق اخند د ۲۰۷ الفاروق قول اردود درستیزوال په توګه.
مولوي حزب الله د ۲۰۳ منصوري قول اردو د درستیزوال په توګه.
د ملي دفاع وزارت او ستر درستيز مشرتابه، يادو کسانو ته د پاک الله له درباره د چارو په سرته رسولو کې د بریالیتوب هیله کوي.