د ملي دفاع وزارت له لورې د هېواد ولایتونو ته د زرګونه ټنو مرسته شوو غنمو د لیږد لړۍ پیل کړه

s.mohmand

د اسلامي ارمارت د رییس الوزرا د حکم او د ملي دفاع وزارت د لاښوونې سره سم، د ملي دفاع وزارت د لوژستیک قوماندانۍ د تحرکاتو ملي لوا د هېواد ولایتونو ته د زرګونو ټنو مرسته شوو غنمو د لیږد لړۍ پیل کړه.

د ترانسپورټ او  تحرکاتو ملي لوا قوماندان مولوي بسم الله وویل: "د مرسته شوو غنمو د لیږد مسوولیت د ټرانسپورټ او تحرکاتو ملي لوا ته سپارل شوی او موږ د دغه غنمو لیږد ۱۳ ولایتونو ته پیل کړی دی."

د ترانسپورټ او تحرکاتو ملي لوا قوماندان په وینا؛ د دغې لوا د امنیتي او پرسونل برخې تر اوسه د هېواد دوه ولایتونو ته مرسته شوي غنم لیږدولي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې به نورو ولایتونو ته هم د لیږد لړۍ بشپړ کړي.