هلمند کې طالبانو د ۲ پوځي مسولینو په ګډون ۲۱ ترهګر ووژل شول
نن غرمه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې د یاد ولایت واشیر ولسوالۍ له پاره د طالبانو پوځي مسول «تقي» او د ناوې ولسوالۍ له پاره د طالبانو پوځي مسول «مجاهد» په ګډون، ۲۱ ترهګر ووژل شول او ۵ تنه نور ټپیان شول.
همدار راز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.