ننګرهار کې ۱۱ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت هسکې مینې او شیر زادو ولسوالیو اړوندو سیمو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۱ ترهګر طالبان ووژل شول او ۸ تنه نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.