د فاریاب اندخوی ولسوالۍ د ترهګرو له کنټرول څخه بېرته ازاده شوه
دفاعي او امنیتي ځواکونو د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ کې ترهګرو طالبانو باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
دغو عملیاتو کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، یاده ولسوالۍ د ترهګرو له شتونه په بشپړ ډول پاکه شوې او ولسوالۍ دولتي ودانۍ د حکومتي ځواکونو په کنټرول کې ده، د ولسوالیو نیولو لپاره افغان ځواکونو عملیات په شدت سره روان دي، همداراز تېره ورځ د سید کرم او احمد اباد ولسوالۍ هم د ترهګرو له شتونه پاکې شوې.
تراوسه دفاعي او امنیتي ځواکونو ۸ ولسوالۍ د ترهګرو څخه بېرته نیولي.