کندهار کې ۱۱ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت میوند او شاولیکوټ ولسوالیو اړوند پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې ۱۱ طالب ترهګر ووژل شول او ۷ تنه نور ټپيان شول.
همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن یوه زیاته اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.