تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۷ طالبان ووژل شول او ۶۷ نور ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۶۷طالبان ووژل شول او ۶۷ ټپیان شول.

  همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځ وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۴ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد، ننګرهار، لغمان، مېدان وردګ، لوګر، پکتیا، دایکندي، زابل، بادغیس، هرات، غور، بلخ، جوزجان، سمنګان، بغلان، بدخشان او هلمند ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.