لغمان کې ۱۹ طالب ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ د فاعي، امنیتي او کومانډو ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د لغمان ولایت مرکز، الینګار او علیشنګ ولسوالیو اړوندو سېمو کې عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې ۱۹ طالبان ووژل شول او ۱ تن ټپي شو.

 په دغه عملیاتو کې د یاد ولایت مرکز اړوند، پاټک، ابوزيې او قله ټک، د الينګار ولسوالۍ شيخ صاحب او د عليشنګ ولسوالۍ دوملام سېمې د طالب ترهګرو له شتون څخه بشپړ پاکې شوې.

همدا راز د دښمن ۳ موټر او يوه اندازه وسلې هم له منځه وړل شوي دي.