غزني کې د ۳۷ خونړیو پیښو مخه ونیول شوه

s.mohmand

تېره ورځ طالب ترهګرو د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ اړوند د ملکي او پوځي کسانو د مرګ ژوبلې په موخه د موټرو ضد ۳۷ ماینونه ځای پر ځای کړي وو.

د ملي اردو کومانډو ځواکونو دغه ماینونه کشف او د خلکو له هستوګنځای څخه لرې يې چاودنه ورکړه.

د دې ماینونو په کشفولو سره د ۳۷ خونړیو پيښو مخه ونیول شوه او د لسګونه انسانانو ژوند وژغورل شو.