تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۵ طالبان ووژل شول او ۹۲ نور ټپيان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۳۵ طالبان ووژل شول،۹۲ ټپیان شول.
همداراز د دښمن زیات شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۷۲ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو, دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او شنډ شول.
دغه طالبان د هېواد غزني، لوګر، هرات، لغمان، بلخ،غور ، فاریاب، بغلان، تخار، کندز، هلمند او کندهار ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.