کندهار کې ۱۹ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ  دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت ارغنداب  او ژیړۍ ولسوالیو کې طالبانو پر  وړاندې عملیات تر سره کړل.

د دغو عملیاتو په پایله کې ۱۹ طالبان ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان شول.

همدا راز د دښمن  ۱ موټر امنیتي ځواکونو لاسته ورغلی، یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.

د دې پخوا کې ۵۹ کړۍ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو  یادو ولسوالیو کې د ملکي او پوځي کسانو د وژلو او ورانکاره فعالیتونو ترسره کولو په موخه ځای پر ځای کړي وو،  د ملي اردو انجینرۍ ټيم له لوري کشف او د سیمې څخه لرې چاودنه ورکړل شوه.