کندهار کې ۱۲ طالبان ووژل شول او ۵۵ کړۍ ماینونه خنثی شول

s.mohmand

تېرو ۲۴ ساعتونو کې  دفاعي او امنیتي ځواکونو دهوایي قواوو په ملاتړ، کندهار ولایت ارغنداب او میوند ولسوالیو کې طالبانو باندې هدفمند عملیات تر سره کړل.

د دغو عملیاتو په پایله کې ۱۲ طالبان ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خوا کې ۵۵ کړۍ ماینونه چې طالبانو د یاد ولایت ارغنداب او معروف ولسوالیو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

ملي اردو ځواکونو دغو چاودنو مخه ونیوله، او د لسګونو هېوادوالو ژوند وژغورل شول.