د هرات «کرخ» ولسوالۍ پراخه سېمه د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې
تېره ورځ کمانډو ځواکونو د هرات ولایت «کرخ» ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات تر سره کړل.
د دغه عملیاتو په پایله کې د «شربت قلعه»، «آخند زاده کلي» او «الله نور کلي» پراخه سېمي د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې.
همدا راز د یادو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه شکمن کسان ونیول شول او ۱ بوشکه یې ماین کشف او شنډ شو.