په هرات کې طالبانو د ۵ سرګروپانو په ګډون ۳۱ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هرات ولایت په زاول ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې د طالب ترهګرو د ۵ سرګروپانو په ګډون، ۳۱ ترهګر ووژل شول، ۱۶ تنه ټپیان شول، د یادې ولسوالۍ پراخه سېمي د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې، د دښمن ۱ کلاشینکوف، ۱ پيکا او ۲ موټر سایکل لاسته راغلي دي.

همدا راز طالبانو د یادې ولسوالۍ اړوندو سېمو کې ملکي او نظامي کسانو ته د زیان رسولو په موخه ۲۱ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، د انجنیرۍ ټیم له خو کشف او شنډ شول.